BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت ځينو مخالفو څېرو د امنیت شورا په ملاتړ د 'هر اړخیزې سولې' لپاره د مذاکراتو غوښتنه کړې
د طالبانو حکومت مخالفو سياسي څېرو د افغانستان د کړکېچ حل لپاره د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ملاتړ د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده. د افغانستان د یو شمېر سیاسي مشرانو لکه عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، محمد یونس قانوني، سرور دانش، محمد حنيف اتمر، عمر داودزي، تادين خان اڅکزي، سيمين بارکزي، راحلې دوستم تر څنګ له هېواده بهر يو شمېر نورو سياسي څېرو په دې انلاین غونډه کې ګډون درلود.
اسټراليا کې په ماشومانو د ټولنيزو رسنيو بنديز: دا کار څومره شونی او ګټور دی؟
اسټراليا د چهارشنبې په ورځ (۱۰ ډسمبر) له ۱۶ کلونو کم عمره ځوانانو له خوا د ټولنيزو رسنيو په کارولو بنديز پلی کړ. اسټرالیا وايي که کوم پلټفارم لکه فېسبوک، يوټيوب، اېنستګرام، اېکس او نور له دغه امر سرغړونه وکړي ۳۳ ميليونه ډالر به جريمه کېږي. اسټراليا لومړنی هېواد شو چې پر سترو ټولنيزو شبکو یې دا ډول بنديز ولګاوه. حکومت وايي له دې کار یې موخه د ماشومانو خونديتوب دی.
څلور هراتي ځوانان چې د ځانګړو جامو اغوستلو له کبله نیول شوي وو بېرته خوشي کړل شوي دي
د طالبانو حکومت د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو د هرات په جبرئیل ښارګوټي کې هغه څلور ځوانان نیولي چې ویل کېږي په عام محضر کې یې د انګلیسي ټلویزیوني سیریال (پيکې بلائنډرز) کرکټرونو ته ورته کالي اغوستي وو. پر دې کسانو تور لګېدلی، چې د 'پردي کلتور' عامولو کې یې برخه اخیستې.
ولې افغانستان "د امریکا ملي امنیت تګلاره" کې نه شته؟
متحده ایالتونو دا اوونۍ "د امریکا ملي امنیت تګلاره" خپره کړه چې افغانستان نه دی پکې یاد شوی. که څه هم د افغانستان په ګډون ځينې نور هېوادونه هم په دې سند کې نه دي ځای یا یاد شوي خو امریکا په دغه ملک کې د اوسنۍ زمانې "تر ټولو اوږده جګړه" درلوده او هلته یې سلګونه میلیارده ډالر لګولي او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په یوه "ناوریني" حالت کې ترې ووتله. خو له هماغه راهیسې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو څلورو کلونو کې تل د امریکايي سیاستوالو پر ژبه پاتې شوی دی.
ایران کې د طالبانو لوړو زدکړو پر وزیر"نیوکې"
ایران ته د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو د وزیر ندا محمد ندیم له سفر سره هممهاله، هلته پر نوموړي د نجونو د زدکړو د بندیز له امله "سختې نیوکې" شوې دي. د ایلنا خبري اژانس له مخې د ایران د لوړو زدکړو یا علومو وزیر حسین سیمایي صرّاف، په لیدنه کې له ښاغلي ندیم وپوښتل: "ایا د هېواد نیمایي وګړي حذفېدلی شي؟". د ایلنا خبري اژانس په وینا، د ایران د علومو وزیر ویلي دي، "نجونې او هلکان زموږ په پوهنتونونو کې یو ځای درس وایي. د ایران نیمایي وګړي ښځې دي." خو د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي بي بي سي ته ویلي چې دواړو غاړو ترمنځ دا ډول خبرې هېڅ نه دي شوي.
ځانګړي مطالب
جرمني پولیس: افغان او سوري بې برخلیکه کډوال جدي جرمونو کې ډېره ونډه لري
په داسې حال کې چې له ۲۵۰ ډېرو د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او نورو نا دولتي یو ځل بیا د جرمني پر حکومت د هغو سلګونه افغانانو د منلو فشار راوړی چې پاکستان کې بند پاتې دي، د جرمني فدرالي پولیسو یو نوی راپور ښيي د هغو نویو راغلو سوري او افغان کډوالو ونډه چې لا تر اوسه نه دي منل شوي، په جرمونو کې په ځانګړي ډول په تاوتریخوالي او وژنو کې د جرمنانو پرتله لوړه ده.
د پاکستان پوځ مشر وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت دې د "اورپکو او پاکستان تر منځ يو غوره کړي"
د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر فيلډ مارشال عاصم منير و یلي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د اورپکو او پاکستان تر منځ باید يو غوره کړي. نوموړي چې د دفاعي ځواکونو په نوي جوړ شوي مرکز کې د ګډو ځواکونو غونډې ته وینا کوله وويل، "د طالبانو رژیم [د طالبانو حکومت] ته هم يو څرګند پيغام رسېدلی چې د فتنه الخوارج او پاکستان تر منځ له غواروي پرته بله لار نه لري."
بريتانیا کې دوه تنکي افغان ځوانان د جنسي تېري په جرم محکوم شوي
په بريتانیا کې دوو تنکیو افغان ځوانانو ته پر یوې ۱۵ کلنۍ نجلۍ د جنسي تېري له کبله د بند سزا ورکړل شوې ده. دغو دواړو ۱۷ کلنو هلکانو جان جهانزېب او اسرار نيازل د مې مياشتې لسمې نېټې تېري په تړاو اکټوبر کې د یوې اورېدنې پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی و. د واروېک شاهي محکمه کې د سزا ټاکلو پر مهال قاضۍ سليويا ډي برټوډانو د بي بي سي په ګډون د رسنيو د غوښتنو له مخې د هلکانو د نومونو په ډاګه کولو بندیز لېرې کړ.
د طالبانو حکومت سږ کال څومره افغان اومه تېل پلورلي؟
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د امو سیند حوزې له قشقرې سیمې ۱۸ زره ټنه استخراج شوي اومه تېل یې پلورلي دي. دا تېل پرون (یکشنبه د ډسمبر ۷مه) داوطلبۍ ته وړاندې شوې او د تېلو د چاڼ برخه کې یوه فعال کورني شرکت پېرلې دي. د دغو تېلو ټولیز ارزښت شاوخوا لس نیم میلیونه ډالر ښودل شوی.
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۰ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۹ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۹ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۹ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.































