په ککړه هوا کې څه وکړو؟
د عکس سرچینه، Getty Images
اوس تاسو له خپل ځان سره د مرستې لپاره څه کولای شئ؟
پیل د هوا کیفیت له څارلو سره وکړئ، ځایی خبرونه واورئ او که امکان یې درسره وي د انلاین یا د اپلیکېشن په کارولو سره د هوا نړیوال کیفیت شاخص وګورئ.
د هوا ککړتیا پېښو په حالت کې، رسمي مشوره دا ده چې د امکان تر حده په کور کې پاتې شئ، په ځانګړې توګه کم عمره ، زاړه او زیان منونکي کسان.
یادونه: دغه راپور بیا ځلې خپرېږي.
ماسک واچوئ
د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
که له ککړې هوا مخنیوی درته ناممکن وي، د مخنیوي ځینې ساده ګامونه شته، چې ښايي په ښکاره ډول، خپل مخ پټ کړئ او یا په ځانګړې توګه، خپله خوله او پوزه پټه کړئ.
د هوا ککړتیا لکه څنګه چې له نومه یې ښکاري، د دوړو او لوګيو یو ګډ مخلوط دی. هوا خړه او زړه تنګې وي، داسې بوی پکې وي لکه یو څه چې سوځېدلي وي، تریخ خوند لري او همدا هوا ستاسو سږي خړوبوي.
د ماسک اغوستل په تنفسي سیستم کې د ککړو ذراتو مصرف محدودوي، خو د ماسک بڼه چې تاسو یې کاروئ هم مهمه ده.
له هېڅ څخه هر ماسک ښه دی. د جراحۍ ماسکونه د ټوکرو ماسکونو پرتله د هوا ککړتیا پر وړاندې خوندیتوب درکوي. خو دا خوندیتوب د لویو ذراتو په وړاندې دی او ماسکونه یوازې د یو ځل کارونې لپاره دي.
په اسانۍ ساه واخلئ
کله چې موږ کړکۍ یا دروازې خلاصې کړو، موږ بهرنۍ هوا ته اجازه ورکوو، چې له ککړتیا سره یو ځای کور یا کوټې ته دننه شي. لارښونه دا ده چې د سخت لوګي پر مهال، کړکۍ او دروازې د امکان تر حده تړلې وساتل شي.
د هوا پاکوونکي د هوا ککړتیا کچې کمولو سره د مبارزې بله وسیله ده.
ښايي ځینې کسان د اکسیجن خونو (اکسیجن بار) ته ولاړ شي.
د (اکسیجن بار) کلمه د جاپاني "هوایی سټیشنونو" مفهوم څخه رامنځته شوې، دا هغه ځایونه دي چې هلته اوسېدونکي په لنډه توګه پاکه هوا تنفس کولای شي. دغه شان ځایونه په لومړي ځل په ۱۹۸۰ لسیزه کې د جاپان په ککړو ښارونو کې جوړ شول.
د خوندیتوب ډېرول
د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټران هغو کسانو ته چې سګرټ څکوي، مشوره ورکوي چې د خپل معافیت سیسټم ښه کولو لپاره کار وکړي، خپل ځان په ښه حالت کې وساتي، چې د هوا ککړتیا له امله یې پر تنفسي سیستم له اغېزو سره مبارزه وکړي.
اوسنیو بهرنیو محدودیتونو ته په پام، تمرین کول ښايي ستونزمن وي، خو روغتیايي کارپوهان خلکو ته سپارښتنه کوي چې خوځنده اوسي، روغتیایي خواړه وخوري او د ډېرو اوبو په څښلو سره بدن تازه وساتي.
کله چې د ناروغۍ احساس وکړئ او د ټوخی، ستوني درد یا سر درد، ساه لنډي، تبې له نښو سره چې معمولا د هوا ککړتیا له امله رامنځته کېږي، د بوټو چای چې هر چېرې د لاسرسي وړ دی، خپله درملنه پرې کولای شئ.
د هوا ککړتیا اغېزې
د کارپوهانو په اند د انسان په بدن کې د مختلفو اندازو ککړتیا ذرات موندل کېږي، خو دا اړینه ده چې د امکان تر حده له ککړتیا ځان وژغورئ.
له هر ډول اقداماتو پرته، پر بدن د ککړتیا اغېزې روښانه دي. دا یوازې له خطر سره مخ ناروغان نه دي، بلکې د هر عمر کسان ترې خوندي نه دي. د ککړتیا تر ټولو لوی ذرات په پوزه کې پټېږي.
خو کوچني ذرات کولای شي سږو او د وینې جریان ته لاره ومومي، چې خلک د ساه لنډۍ، زړه حملې او عصبي ټکان ډېر خطر سره مخ کوي.
ساینسپوهان د ککړتیا او ذهني کمزورۍ ترمنځ احتمالي اړیکه هم لټوي. په ۲۰۱۸ کال کې، د چین یوې لویې څېړنې د ککړتیا د لوړې کچې او د ادراکي فعالیت د ټیټې کچې ترمنځ اړیکه وموندله.
لکه څنګه چې ساینس پرمختګ کوي، موږ باید د هغو ذراتو څخه چې موږ یې تنفس کوو، ځان خبر وساتو، او د حکومتونو په پالیسیو کې د بدلون د نشتوالي په صورت کې، هر هغه څه چې موږ یې کولی شو د ځان ساتنه پرې وکړو.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته